د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



تا په نکريزو پر ورغوي زما ، نوم ليکلی
ما د خپل جسم په رګ رګ کې دا ستا ، نوم ليکلی

مونږه مجبوره ، مونږ ته بله لاره نه وه پاتې
مونږ سر ښندنې ته په خپله رضا ، نوم ليکلی

په ښاريه کې يوه نوې اندېښنه خوره ده
چا د قاتل پر دروازه د پاچا ، نوم ليکلی

پر هره لاره چې پل واخلمه ، واپس راشمه
پر هره لاره د بېلتون د بلا ، نوم ليکلی

جلاله ! ته رښتيا ساده يې ؟او که ځان زوروې ؟
لا ، چې پر زړه دې د هغې بې وفا ، نوم ليکلی

 

د شاعر نور شعرونه ←