د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



جوړې خبر دی ، په زړه لاس ونيسه
اوتر اوتر دی ، په زړه لاس ونيسه
زيړ مازيګر دی ، په زړه لاس ونيسه
د غلا خطر دی ، په زړه لاس ونيسه

دا د کابل مړژواندي ښکلي نه دي
شوخ پېښور دی ، په زړه لاس ونيسه

د سترګو موج يې په ځوانۍ راغلی
مست سمندر دی ، په زړه لاس ونيسه

پام کوه پام چې درنه پرې نه وځي
د هغې ور دی ، په زړه لاس ونيسه

څوک دی ؟ چې داغ به ورله نه ورکوي
په چا باور دی ؟ ، په زړه لاس ونيسه

جلاله ! بيا د دې غلې سترګې جلۍ
په تا نظر دی ، په زړه لاس ونيسه
 

د شاعر نور شعرونه ←