د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



ستا که زما ده ، ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه
خطا د چا ده ؟ ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه

زه اماده يم ؛خو چې ته سبا منکره نه شې
زما رضا ده ، ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه

دا ته چې ځې او ما د زړه په رنځ اخته پرېږدې
دا نو روا ده ؟ ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه

په يارانه کې څوک د هر دله خبرې نه اوري
دا خو دنيا ده ، ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه

* ما خو منزل د مينې خپل د ژوند هدف ټاکلی
لار کې بلا ده ، ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه

د ملا مه منه ، ملا غريب په څه خبر دی
مينه ګناه ده ؟ ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه

ووايه ځه ! چې بې له تا به زه ژوندی پاتې شم ؟
پرېکړه په تا ده ، ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه

د رڼو اوښکو په ملتيا دا د انکار خبره
ګرانې رښتيا ده ؟ ته له خپل زړه نه پوښتنه وکړه
--------------------------------------------


* دا يو بيت په دې غزل کې د ښاغلي عزت الله ځواب لخوا ورزيات شوی.

 

د شاعر نور شعرونه ←