د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالله څار شعرونه

غــــــزل

چې څومره راته کم ګورې روانه زمانه
بس هومره ده والله چې موږ ته ګرانه زمانه
اوس هره شېبه ، هر نظر په تريو تندي راګوري
يو وخت به راته شنه وه له خندا نه زمانه
بانه غواړي ، يو بل ته مو دې زړونو لاري کړي
پخلا دې ما ، او يار کړې نور ، اسمانه  !  زمانه
راځه ( الف ، ب ، ت ) نه ترې سبق دمينې پيل کړو
دمينې ښه استاذه ده ، انــــسانه  !   زمانه
چې چا يمه وژلى ، دچا نوم اخيستى نه شم
زما خون به اخلي خداى خبر له چانه  زمانه ؟
حالاتو اوس ځپلى يم ، اشنا که نه والله چې
يو وخت پر ما مئينه وه جانانه زمانه

چې کله ورته مينه ښايې ، کله ورته کرکه
يو راز لري له ( څار ) سره پخوانه زمانه


 

د شاعر نور شعرونه ←