د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل

له دغه کلي پوروړی ځمه
د چا نظر راسره وړی ځمه

د زلفو شپې مې په زړه اوري اشنا
دا چې زنګېږم ستړی، ستړی ځمه

وړم پر اوږو د ارمانو جنازه
په پټه خوله چې لکه مړی ځمه

د چا په مات نظر د خاورو غېږ ته
په زړه به چوی لکه زړی ځمه

د "بېکسيار" سلام يارانو واخلئ
سيلۍ د هجر په مخ کړی ځمه

د شاعر نور شعرونه ←