د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل

ښکلې دا څرنګه وږمه شوې چې چا ونه ليدې؟
د ښاپېرو د باغ کيسه شوې چې چا ونه ليدې؟

پر لاره پل دې لا تازه  و  لا پرې ګرد نه  و پروت
خدايږو چې تېره څه شېبه شوې چې چا ونه ليدې؟

د وصل خياله چېرته وې خو اورېدلي مې دي
جوړ حقيقت وې هنګامه شوې چې چا ونه ليدې؟

يه نامراد سپرله، يه زما بې وسې ځوانۍ
تېر په څه داسې تلوسه شوې چې چا ونه ليدې؟

ښکلې راتلې پدې لار ټوله فضا مسکه وه نن
خو دا چې کومې نه ستنه شوې چې چا ونه ليدې؟

د "بېکسيار" د سوي ژوند د ارمانونو سپوږمۍ
هسکه په هسې توره شپه شوې چې چا ونه ليدې؟

د شاعر نور شعرونه ←