د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

د شپې پرمټ

دا څنګه ميخانه ده هر يو يار پکې ويده
ساقي بس پکې ويښ ناست او خــــُمار پکې ويده

څه ښکلی نن سپوږمۍ سر ايښی بيا د شپې پرمټ
وياله کې ستوري ډوب ډوب او سهار پکې ويده

وې کومې نه راځې ما وې له هغې چې هورې
پر لوېشت، لوېشت جبر، جبر او اختيار پکې ويده

خزان پکې څپې وهي نيم ځالې څانګې وړي
دا خړ کلی زما دی دا بهار پکې ويده

دا چا وې دنيا منډه ده؟ په ټنډه ده اشنا
ناپوهه پکې ځغلي او هوښيار پکې ويده

ترې اخله "بېکسياره" خوله څو شونډې خوځوي
څپې وهي انکار پکې اقرار پکې ويده

د شاعر نور شعرونه ←