د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

 لېونی

 لېونی

يو لېونی او يو هوښيار لېونی
يو د سارا او يو د ښار لېونی

سره ورمخ شول د سپوږمۍ په رڼا
يو بل ته دواړو وې باڅار لېونی

جنون سپين باز شو د پامير د غاړو
عقل تراوسه لا پر لار لېونی

د ژوند پر سيمه يې دا يو ټکی شين
يا خو باچا او يا په دار لېونی

لېوني ښکته پورته ډېر په جهان
زموږ د ټول کلي سردار لېونی

څومره خوږه يې اشنايي ده سره
عبدلمالک او "بېکسيار" لېونی

د شاعر نور شعرونه ←