د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

 غزل

 غزل

کله کله هسې ورشم، اوس هغې شاړې کوڅې ته
پام مې نه وي برابر شم، اوس هغې شاړې کوڅې ته

هغه شاړه کوڅه نه ده، هغه شاړه کوڅه وه چې
ټول وجود چې يو نظر شم، اوس هغې شاړې کوڅې ته

هر څه هر څه يې کړل قتل ، د غليم شه خونه ورانه
خوب خندا شم که ساغر شم ، اوس هغې شاړې کوڅې ته

هغه هم ګوره يو وخت و، چې مې ژوند و پرې تړلی
له ژوندونه لاس په سر شم، اوس هغې شاړې کوڅې ته

زړه مې وايي چې درځم به،  که هر څومره په زړه وايم
چې قسم دی که به درشم، اوس هغې شاړې کوڅې ته

خدايږو دومره مې يادېږي، هسې ياد ته چې مې راشي
ټول الوت وزر وزر شم، اوس هغې شاړې کوڅې ته

ځمه وړم د سپرلي زېری،  "بېکسياره" نه پوهېږم!
عاشورا که به اختر شم، اوس هغې شاړې کوڅې ته؟

د شاعر نور شعرونه ←