د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل

په ظلم چې پردۍ خاورې ته خپله وايي څوک
له دې نه زياتې پرتې به نو کله وايي څوک

تر نيمې پېړۍ واوښتل محکوم چې فلسطين
ناحق ته کله حق به تل تر تله وايي څوک

چجبه زمانه شوه څوک ټپي، سنګسار، څوک مړ
او څوک چاته جلاده او قاتله وايي څوک

حيران شم مسلمان چې چېرې ووينم خندان
د مړي سرته ناست کله بدله وايي څوک

زما د ژوندانه دوعا کوه ښکليه ! مدام
که زه  بېکسيار  نه يم تاته ګله وايي څوک

د شاعر نور شعرونه ←