پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
سا
راښکل بل څه ته وايي، زړه راښکون بېله
مانا ده
زموږ کلي کې چې اوسي، د ژوندون بېله مانا
ده
په
رقيب دې نظر لګي، دومره پته راته شوې
ستا د سترګو کرونده کې د للون
بېله مانا ده
د
انسان حيثيت داسې، لکه څنګه وخت ته ګوره
سبا نه دی لا راغلی، د پرون بېله
مانا ده
په يوه
ننګرهار اوسي، څومره بېل بېل منزلونه
"پاچايي"(۱)
خبرې نورې او د "يون"
(۲)
بېله مانا ده
زه هم
خپله ليلا غواړم، تل په شان د مجنون ژاړم
خلک ولې راته وايي دجنون بېله مانا
ده
ډوب په
ځان، ډوب په جهان کې، بېکسياره بېل
بېل څيز دی
د جمنا بېله مانا ده، د جيحون بېله
مانا ده
(۱) لال پاچا ازمون، (۲) اسماعيل يون