پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
نيولی
نيولی
خوږ اواز يې په ما ولوروې خدايه!
اشنا راولې ناز يې
په ما ولورې خدايه!
محمود
مې په کار نه دی، نه جګړې تر هندو چينه
په زړه کې ناست اياز يې
په ما ولورې خدايه!
دا نه
چې زه له ځانه مرور او يار له مانه
موسکی او تندی واز يې
په ما ولورې خدايه!
رقيب
ته يې چې کاندې اشنا ګام په ګام
ويلېږم
په ژوند کې يو ځل نياز
يې په ما
ولورې خدايه!
په
شونډو د اشنا چې مدام ژبې ته راځي نه
نيمزالی هغه راز يې
په ما ولورې خدايه!
تړلې
بېکسيار پورې د ژوند ټولې
خوښۍ دي
د شنو بنګړيو ساز يې
په ما ولورې خدايه!