افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
لاس مې
لاس مې
په زړه مه ږده ويدې سندرې مه ويښوه
بې سور او تاله بې پردې سندرې مه ويښوه
دا اوس
په نيمه شپه به ټول کلی په سر راواخلي
په تړمو اوښکو مې لمدې سندرې مه ويښوه
شپېلۍ
دې ماته شه شپونکيه ټپې څله کوې؟
زما ګونګيانې له مودې سندرې مه ويښوه
ستا
خطبه نه ده شېخه ختمه چې شېبه کې شي بيا
د لېونو د ميکدې سندرې مه ويښوه
اشنا
لږ رنګ ورکړه لږ شرنګ ورکړه غزلې يې کړه
د بېکسيار بې ارادې
سندرې مه ويښوه