د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد خاطر افريدي شعرونه

غزل

ما په شبګير تا په خوبو تېره کړه
شپه مې سپوږمۍ ته په ګيلو تېره کړه

څه که رانغلې شمه رويه آشنا
اوښکو مې شپه په ورېدو تېره کړه

ما خو ليدلي چې خبر نه وي څوک
د مخ لمبه دې په هغو تېره کړه

مينه دا ستا له ما نور څه سوزوي
هسې لمبه دې په ايرو تېره کړه

نن دې ګلفامه پورې ونه خندل
ورځ مې د اوښکو په شېبو تېره کړه

زما او ستا خو بله نه رادرومي
دا افسانه دې په وعدو تېره کړه

څومره موده وشوه چې تله کړې له ما
دا لږه مينه په راتلو تېره کړه

تندې وهلی ستا د، لبو خاطر
شپه د هجران يې په سلګو تېره کړه
 

د شاعر نور شعرونه ←