افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ښکلي مخ ته دې د
موم په شان اوبه يم
لکه کاڼی هسې کلک ورته په زړه يم
چې
په کومه لاره لاړ شې زه يې مل شم
لکه ګرد دې هسې خور په هر، يو پله يم
زه
په کومو سترګو ځان ته بيمار وايم
چې دا ستا نوم اخيستی شمه نو ښه يم
ستا
ليدل لکه د خوب ليدل وو ياره
په دې خوب پسې لا هغسې اوده يم
لږ
د ځان سره په زړه کې فکر وکړه
زه
خاطر
دې
چرې يو ځلې په زړه يم