افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ځـــــــــوانه
ځـــــــــوانه
وران دی
ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ
نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ
خوار او
زار بچي دې بې هنره بې کماله دي
غوږ يې دي کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دي
لال ډوب
دی ايرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې
زوی د شهباز ګرځي چمړۍ خوري په سيل د واورو کې
پاڅه ای
ځلميه ! مستي توره او ايمان واخله
شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله
توره دې
راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه
پاڅه
ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه
ټول جهان
حيران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځويه او بچيه د شېرشا!