افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دعا
سترګو د
جانان کې زما ښکلي جهانونه دي
وادېخله دنيا زه وږی ستا د دنيا
نه يم
ګوره د
فقير کچکول کې تاج د سکندر پروت دی
زه يم د سخيانو د شومانو ګدا
نه يم
زه
يې په غرور درنه د مينې په نوم غواړمه
زه ملنګ بې نيازه ستا د وير واويلا نه يم
يو د
سپوږمۍ څاڅکی درنه ټيک له د جانان غواړم
زه يم د خوبونو د لعلونو ګدا نه يم
هغه مستي
غواړم چې يې مرګ نشي وژلی
زه دې د غمونو د بېګا او سبا نه يم
تشه
دنياګۍ که دې بښې نو ای اميره!
ستا شوه ستا دنيا زه وږی ستا د دنيا نه يم