د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نعيم "اخلاص" شعرونه

تا به څنګه

تا به څنګه کړمه...

زه خو په زړه باندې سوری یـــــــم تا به څنگه کړمه
دا ستا د مینې لېونی یــــــم تا بـــــــــــــه څنگه کرمه

زه په رواج د مینې نــــــه پوهیږم ژاړم ځــــــــــــــکه
دا خو په قوم باندې کوچی یــــــم تا به څنگه کړمـــــــه

زه د دنیا نــــــه خبر نـــــــه یمه چــــې څــــه تیریږي
هسې ښکاریږم چې ژوندی یم تا بـــــــه څنگه کړمـــــــه

زما خو په یو ځای کې ځای نه وي چې دې پټه کړمه
زه خو د څو رمو شپونکی یم تا بــــه څنگه کړمـــــه

اوس خو مې زده کړې د یارۍ خبرې څنگه وه کــــړم
نعیم په خولې باندې گونگی یم تا بـــــــه څنگه کړمـــه
 

د شاعر نور شعرونه ←