د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند فدا شعرونه

غزل

د جړ زلفو هر ویښته کې را په دار ده ازادي

ستا په تراړو تراړو شونډو کې ایسار ده ازادي

 

ستا حریم به محترم وي، ماته تنده محترمه

میکدې ته د جومات تر څنګه لار ده ازادي

 

د سپرلي وږمې ضرور دي خو کافي نه دي‌ مالياره

د ګلونو غوړېدو ته هم په کار ده ازادي

 

ازداي له یو او بله نه فرار دی نه بېلتون دی

نغمه سازه له شهبازه تر شاتار ده ازادي

 

فدا بویه ازادي په هره ژبه بېل تعریف دی

خو زمونږ په ژبو پاتې لا شعار ده ازادي

د شاعر نور شعرونه ←