د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند فدا شعرونه

غزل

غاړه شونډې او سېنې نور نو ټکی ټکی ټکی

واه دا غرقې پیمانې نور نو ټکی ټکی ټکی 

 

د سیند غاړه یخه شپه د تاوده رېګ پر بستر

وړم سیارې میخانې نور نو ټکی ټکی ټکی

 

زما ګوتې خارښتي ستا وجود مقناطیسي

چې یو ځای شي دا فتنې نور نو ټکی ټکی ټکی

 

د فرقت له بند ازاد د وصال عدن تبعید  

شیطان سازې دي صحنې نور نو ټکی ټکی ټکی

 

ما وېل چرته ځې فدا په ماښام کې وارخطا

وېل یې نن به مې منې نور نو ټکی ټکی ټکی

د شاعر نور شعرونه ←