د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیس هاشمي شعرونه

غزل

یوه اونۍ مینه وه

خو لېونۍ مینه وه

 

د بام د سر مینه وه

سپوږمۍ سپوږمۍ مینه وه

 

د مور د خولې ښېرا وه

یوه نړۍ مینه وه

 

په مسنجر شروع شوه

خو پخوانۍ مینه وه

 

جان او قربان قربان وه

د شاعرۍ مینه وه

 

سل کیلو وزن یې وړئ

د عسکرۍ مینه وه

 

په پاچاهۍ ارزېده

د ملنګۍ مینه وه

 

قیسه! رامات یې کړلم

د انجلۍ مینه وه

د شاعر نور شعرونه ←