د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیس هاشمي شعرونه

(دا ته کومه سوله غواړې)

ته تر اوسه لا پښتون یې

ته تر او لاسه تاجک یې

ته تر اوسه هزاره یې

ته تر اوسه لا ازبک یې

ته تر اوسه لا بلوڅ یې

لا ایماق او قزلباش یې

لا ترکمن او پشیي یې

ته تر اوسه لا پاش پاش یې

ته له کوم تاریخ غږېږې

ته په څه شي باندې ویاړې

ته له نورو ولې ژاړې

دا ته کومه سوله غواړې

ته تر اوسه لا زون زون یې

لا غلجی او دورانی یې

ته تر اوسه لا خیل خیل یې

ته تر اوسه لا زی زی یی

ته تر اوسه مجاهد یې

ته تر اوسه لا حزبی یې

ته تر اوسه پرچمی یې

ته تر اوسه لا خلقی یې

ته له کوم تاریخ غږېږې

ته په څه شي باندې ویاړې

ته له نورو ولې ژاړې

دا ته کومه سوله غواړې

ته تر اوسه لا لوبېږې

د نړۍ د لوبو شی یې

ته تر اوسه لا زمری یې

ته زمری یې که سړی یې

دا ته څوک یې دا ته څوک شوې

نه کافر نه مسلمان شوې

نه عرب شوې نه عجم شوې

نه انسان شوې نه حیوان شوې

ته له کوم تاریخ غږېږې

ته په څه شي باندې ویاړې

ته له نورو ولې ژاړې

دا ته کومه سوله غواړې

دا ته کومې خواته درومې

دا ته کومې خواته سم شوې

دا ته څه په بدو سر یې

خو سیالانو ته دې کم شوې

نور په تا ملامت نه دي

ملامت یې ملامت شه

په رښتیا که سوله غواړې

یو افغان شه یو ملت شه

د شاعر نور شعرونه ←