افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تا یادوي راته، باران ته سړی څه ووایي؟
قصور مې خپل دی، ګله! ځان ته سړی څه ووایي؟
بس!. یو تصویر ته تر سهاره پورې سرې سترګې ناست
د نېمې شپې ړانده خفګان ته سړی څه ووايي؟
عجیبه نه ده؟ په ژوندون یو، له یو بل څخه ورک
که مخامخ شو دې امکان ته سړی څه ووایي؟
هر وار د خپل زړه ومني، زموږ خبر ماته کړي
ښا! چې یې نه مني, نو ګران ته سړی څه ووایي؟
په آرمانونو او سرونو باندې لوبې کوي
داسې ایمان او دې حیوان ته سړی څه ووایي؟
تر ملائیکو شي بالا چې د پاک رب ومني
شیطان پیرو چې وي انسان ته سړی څه ووایي؟
عصمته نوم به د یو ګل ورباندې کېږدي سړی
زه یې نرګس بولم جانان ته سړی څه ووایي؟