د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي درويش روښان شعرونه

نعـــت

ژوند نورين دى ستا د نور له برکته 

محمده ﷺ خوب صورته خوب سيرته 

 

د حديثو نه دې بوې د جنت خيژي 

ماه جبينې حورې ځې د نزاکته 

 

د سيــرت نه دې تازه شهد بهيږي 

جنتــونه پې ســيراب دې د لذته 

 

په طايف کې پې د کاڼو باران شوې 

يو ګلاب په عطــرو لوند دى اذيـته 

 

ستا د ستــرګو اياتونه په کې لولم  

وخ ديرشمه سيـــپاره مې ده لذته 

 

 ستا د غيږ خوشبو راځې دروېش روښانه  

لکه څوک چې تازه راشي د جنته

د شاعر نور شعرونه ←