افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ورک شوي لاس ګورمه هر يو در په سترګو وهم
د يو خالي مکان پريوتې ور په ستــرګو وهم
ستا د ګړنګ ګړنګ قامت نه ماتې خپې راوړمه
خو خپل الوت کوم د زلفو غر په سترګو وهـم
زما د اوښــــکو په چپو کې مات غمي راوليږي
زه چې تې لاندې شم هغه کمر په سترګو وهم
ستا هغه ننګ چې زه په مينه کې بيلات نه منم؟
ستا هغه ننګ چې زه مې خپل دلبر په سترګو وهم؟
زه د چا خوله په مقدسه نامه نه خوځوم
زه د لالي د زړه بند شوئ ور په ســـترګو وهم
د خپل درويش روښان د فکر قد ته ورسيدم
ستوري په زمکه ږدم سپوږمې او لمر په سترګو وهم