افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ستم ظرفي ده چې په ګته مې تاوان بدل کړو
زمانه نه بدلیده ما ورته خپل ځان بدل کړو
پښو فرشونو کې نیالګي د کلو ځکه کرم
که دغه ښار مې چرته بیا په ګلستان بدل کړو
د ماشومتوب د لیونتوب دې مرتبې ته ګوره
مونږ به په خپلو کې یو بل سره قران بدل کړو
نه ورته ژوند ارزښت لري نه محبت زمانې
د پرمختک په نوم دې دغومره انسان بدل کړو
زما د زړه کیفیت هم په ژړا دا رنګه شي
لکه د غره منظر چې څه رنګه باران بدل کړو
ما ویل که مرمه هم خو خپله خاوره نه پریږدوم
نه مې وطن پریښودو نه خو مې مکان بدل کړو
جنګ لا هم هغسې روان دی د مذهب په نامه
لوبه هم هغه ده خو صرف یې میدان بدل کړو