افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
کنه ماښامه، تا لیدم زیاتي خمار وژلم
کنه ماښامه، تا مې سترګو کې لیدې دعاوې
کنه ماښامه، د یو چا د ښېرازۍ لپاره
کنه ماښامه، له یو چانه ورېدې دعاوې
کنه ماښامه، ته مې چیغو ته ولاړ پاتې وې
کنه ماښامه، له زګېروو مې څڅېدې دعاوې
کنه ماښامه، د یوو ووړکي له اوښکو سره
کنه ماښامه، یوو مخ ته تویېدې دعاوې
کنه ماښامه، د یو چا په ګلالۍ لپه کې
کنه ماښامه، یو سپرلي ته څرخېدې دعاوې
کنه ماښامه، د یوو مړاوي ریحان په نامه
کنه ماښامه، خپل عیار ته چا غوښتې دعاوی