افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زما د زړه په پرهرو دې اوبــه وشــيندلې
اوبه اوبه شوم په اوبو دې اوبه وشيندلې
کړه دې خوشبو سره خوشبو ګډه نشه نشه يم
ســــهار سبا په کشمالو دې اوبه وشيندلې
نور سوزيدمه د فراق اور مې و بل په وجود
خه شوه چې راعلې په لمبو دې اوبه وشيندلې
راته دې کيښودلې سترګې په زړو زخمونو
په مړاوې مړاوې ګلابو دې اوبه وشـــيندلې
ستا د ودان نه هعه ورځ درپسې ساه وتلې
چې په ډولۍ څو جينکو دې اوبه وشيندلې