د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلې سميرا کوچۍ شعرونه

نظم

د کهکشان په طرف تللى جانان
خاونده بيا لکه نظر غواړمه
چې د تيارو په لړمانه کې ښخ شي
داسې سهار لکه خنجر غواړمه

ته د ګامو په حساب نه شوې روان
لکه نظر تر دېواله ووتې
بس لکه اوښکه و وتو ته تيار
په نري درد سره له زړه ووتې

اوس به خفه يې په دې ډېر چې ولې
لکه د ستورو چوپه خوله پاتې وې
ما يو احساس درته د درد درکاوه
ډېرې خبرې مې په زړه پاتې وې

چې له حيا مخ په پلو کې پټ کړم
دا ستا پر څنګ باندې په څنګ تېره شم
هر څه راځي هغه اختر نه راځي
چې د بنګړو غوندې په شرنګ تېره شم

که څوک دا ووايي چې څوک يادوې
زه بې ځوابه يم ځواب نه لرم
يم د قدرت په کرشمو مينه
زه کوم ځانګړى انتخاب نه لرم

د کهکشان په طرف تللى جانان
يو ځلې بيا لکه نظر غواړمه
چې د تيارو په لړمانه کې ښخ شي
داسې سهار لکه خنجر غواړمه
د شاعر نور شعرونه ←