افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
که د ګلونو بارانونه پر له پوري اوري
زه به يې څه کړم چې ته نه يې و دي اوري اوري
د نړۍ پېغله يې په زور زموږ له ګوتو باسي
زموږ په پلو کې هره شپه روښانه ستوري اوري
سره له دومره کړاوونو پر دې سيمه اشنا
لا د سپيڅلو جنکو د ټپو توري اوري
موږ په څو ځله له دې لوري فريادونه کړي
هر ځل پر موږ ژور زخمونه له دې لوري اوري
روښانه لمره ته رښتيا هم په دې نه يې خبر
څومره تيارې مې پر اوربل لکه د سيوري اوري
تا چې به ما ته تل کولې د دېوانو کيسې
هغه دېوان مې پر ارواح ادکي موري اوري