افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
چې يې ژوند بخښه دهيلو مدعا ته
هغه شونډې سلګو پرې نه خوې مسکا ته
دسپوږمۍ ،ستورو او لمر تصورهيرکړم
زه چې مخ شم کله ستا د مخ رڼا ته
ستا د خوږ نظر سپرلي ورته دارو دي
زړه مې وايي حاجت نشته مسيحا ته
ما رڼا دفکر ژوند کې ونغاړله
اوس څراغ نه يم خبر ورکړئ هوا ته
خوشبويي يې دوجود دلته خوره ده
ناست ، طايره! يم په لويه لاريو چاته