د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سيد كريم خوستى شعرونه

پردي راسره ژاړي

 خــــپل می څه کـــوی! که ســوزم ، خــو پريدي راسره ژاړی 

زمــــــا د ژونــد په حــال ډیـــــر سـم دیــســتــي راسره ژاړی

زمــــــا دزړه بـــوســــتـان کی هــغه ښــکـــلی ګــــلابـــونــه 
په اور خـــــاورې ایـــــــرې شــول خـــو اغـــزي راســره ژاړی

کـــوم چــا زمــــا په جــونــګـړه مــرداکـې چی راخــــواره کـړل 
هـــغــوې راتـــه خــــانــدل خـــــو مــــــرداکـي راســـره ژاړی
 
هـــرڅـــوګ چی غلامۍ کړی نه یی غم شته نه یی درد شته 
خـــو بـــس زمــــــــوږ په شـــان په زړو ســوروي راســــره ژاړی

وطــــن په نــنــګ زخـمې یم چی د مــرګ سلـکۍ می راغـــله
مــــــلــګــري زمـــــــري یـــو څـــــو ســــــــړي راســــره ژاړی
 
خـــــوســـــتیه مســافــره نن مــی هــــغه جــانـــان مـــــړ دی 
دکــلی خـــلق خــو لا څـــه مــــــرغــان ســـــــپي راســره ژاړی
د شاعر نور شعرونه ←