افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ستا تصویر ته
کــیـنـم یـک تــنـها هره شـیـبـه تـصـویـر ته ژاړمه
اوس د بــیــلـتــانــه کـی د واده تـصـویـر ته ژاړمه
ډیر راسره شـته دی تـصویـرونه خو هغه ګـرانۍ
چی ما او تا خندلې دی هـغه تـصویـر ته ژاړمه
تـا چارګل پـه پـوزه ده او مـا لــونـګۍ وهــــلې ده
هـغه د ځوانې هـغه ښـــایـسته تـصویـر ته ژاړمه
هغه د هجران سپیرې شیبې د هم رایادې شي
کړی می په سلګو سلګو نو ښه تـصویـرته ژاړمه
پـروت دی ستا تـصویـر زمـا د کسو په پردو باندې
هـر کــه وې رڼـا یــا تـوره شـپـه تـصـویـر تـه ژاړمه
تکل می د واپس تللو جانـانه ځوانې مرګ شـولو
ځــکه خـو سور اور شمه لــمبه تـصـویـر تـه ژاړمه
ستا د جدايی دا ډیر غـمونه مــا خوستی غــریب
تـل می ګــرزوې خـــفــه خــفــه تـصـویــرتـه ژاړمه