د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

 خپل ځان سره کيسې کوي پېزوان سره کيسې

د ستورو غاړو غاړو کې اسمان سره کيسې

زما دا لوى ارمان دى چې به کله دا پوره شي
د مينې به زه کله کړم جانان سره کيسې

رقيبه! لېونى شې نور ددې کلي نه لاړ شه
چې مونږ خپلو کې وکړو د ارمان سره کيسې

نن بيا راته ستا ياد لکه تصوير مخې ته راشي
ستا ياد سره مې وکړې په خفګان سره کيسې

دوى هر وختې خندلې او پر مونږه يې ريشخند کړ
د مينې کوي خپلو کې شېخان سره کيسې

د ورېځو څڼورې زلفې بياپر ماخورې دي
له غمه ګرانې نه کوم باران  سره کيسې

تلاش په ډېر زارۍ او په فرياد جانان ته وايي
چې مه کوه ته هيڅکله نادان  سره کيســې

جلال اباد ١٣٨٧-٨-٢١
د شاعر نور شعرونه ←