د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

 ستا د ستار مزى چې اوس هغسې ترنګ نه کوي

زړه مې په غټه خبر اوس چا سره جنګ نه کوي

ستا لېوني چې ستا په شوخ مړوند خوب نه شو کوى
مودې يې وشولې د لاس بنګړي دې شرنګ نه کوي

ستا له خوشبوۍ نه به خوشبو لاچي لونګ اخيسته 
له کلي لاړلې خوشبوۍ لاچي لونګ نه کوي

دا ښکلې نجونې د موسم په شانتې رنګ بدلوي
زلمي هوښيار دي چې په ښکلو نجونو ننګ نه کوي

د تلاش زړه او مينه خاوره کې سره زر پراته دي
اوسپنه زنګ کوي، خو سره زر کله زنګ نه کوي

جلال اباد
خپل کور ١٣٩٠-١-٢٢
د شاعر نور شعرونه ←