د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالصمدروحاني شعرونه

غزل

راځه ولاړسوومسجدته قرآن به سره ښكـــــــل كړو
غېږبه سره وركړوخپل مخان به سره ښـــــــكل كړو
 
زه به خاندم ته هم خانده سره ځوبـــــــــــه لاس ترغاړه
پرسربه سره ښكل كړو اوچشمان به سره ښكل كړو
 
ته زماپه قول وكړه زه بـــــــــــــــــــــــه ستاامرمنمه
غمازبه كړوسركوبه خپل امان به سره ښكل كړو
 
رقيب به كړېدلۍ شــــــــــــــــــــــرمېدلۍ راته ګوري
پروبه كړو وار ونــــــــــه خنجران به سره ښكل كړو
 
دتوروشپـــــــــــــــــــوكارونه تل ترتله وي نيمګړي
په سپينه ورځ راووځه پرميدان به سره ښكل كړو
 
رښتياچي (روحاني)په مينه هرڅوك خپلواى سو

راځــــــه په مينه مينه دجهان به سره ښكل كړو

د شاعر نور شعرونه ←