د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رفيع الله روشن شعرونه

غزل

دښاغلي بازمحمدعابدصاحب دغزل په اقتفا
چې وايي
نن راته يوچاغاړه ركړېــــــــــــــــــــــده
اه :ټولې دنياغاړه راكړېـــــــــــــــــــــده
نن چې پرې لونګ له نازه ټال وهـــــي
تاراته همداغاړه راكړېـــــــــــــــــــــــده


نن وړې ليــــلاراته خنـــــــــــــــــــــــــــــدلــي دي
اه ټولې دنياراته خنــــــدلــــــــــــــــــــــــــــــي دي

مابه چې وروكتـــــــــــــل غوصــــــــــــــــــــه به وه
نن خويې پخلاراته خندلـــــــــــــــــــــــــــــــــي دي

هغه چې پرون به رانه لرې تــــــــــــــــــــــــــــــــله
نن هغې ترخواراته خنــــدلــــــــــــــــــــــــــــي دي

زه خويې حيران ښكلي رخســــــــــــــــــــــــارته يم
زلفويې په ملاراته خندلــــــــــــــــــــــــــــــــــي دي

اى ګودره هروخت به دې ســــــــــــــــــــــــــــتايمه
ستاغېږكې ليلاراته خندلـــــــــــــــــــــــــــــــي دي

ستازړه كې منګى چې يې غوپه كـــــــــــــــــــــړلو
ستاشور اوههاراته خندلــــــــــــــــــــــــــــــــي دي

وايي چې به نوره زه خفه نشـــــــــــــــــــــــــــــــم
داچې شيخه تاراته خندلــــــــــــــــــــــــــــــــي دي

يو ورځ چې منګى ترې لارې كـــــــــــــــــــې پرېوته
هلته يې بيابياراته خندلـــــــــــــــــــــــــــــــــي دي

زه (روشــــــــن)پدې باندې اميــــــــــــــــــــرشومه
داچې ګٌلــــــــــــــې تاراته خندلــــــــــــــــــــي دي

د شاعر نور شعرونه ←