افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
مينه
مينه ډېره ښه وي انتظــــــــارسره خــوندنكـــــوي
ژوندچې ملنګي وي انتظــارسره خوندنكـــــــــــوي
څومره چې مطرب درباب ټنـګه ځنې خونداخــــلي
هغسې بياګوره له سېتـــــــارسره خوندنه كــــوي
څنګ كې چې له يارسره وي يارخوندونه هغـه وي
داسې بياملګروله اغيــــارسره خوندنه كــــــــــوي
خيركه يې زخمي كړم زه ازغى دى پروانكـــــــوي
زخم دازغي پشان چينـــــــارسره خوندنه كـــــوي
څومره چې له يارسره دزړه خواله په مينـــه شي
خياله كوه جانانه له اغيارسره خوندنه كــــــــــوي
جوړبه كړو هارونه دنارنج سپينوګلـــــــــــونونـــــه
بې هارونوغاړې ننګـــــــرهارسره خوندنه كــــوي
تاويل (روشن) په څه پوهېږي چېرته يې مه بوځـــى
پرې يې ږدۍ په كلي كې له ښارسره خوندنه كـوي
لغمان خپل كلي كې