د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي تازه خان ويال شعرونه

ځان غلطـــَول

شپه  شوه د لسيزو سهر  چېریِ دی
ستړي کړو پردۍ تيارو لمر چېریِ دی

خدايه له شامته  مو  نور  وژغوره
لاره  کومه خواده رهبر چېریِ دی

زه ورته حيران  پرېشانه ګورمه
لاس مې اغيار  نيسي  دِلبر  چېریِ  دی

سره  د ځان په  وينو مو لاسونه  کړل
ځان غلطــَول دي اختر  چېریِ دی

مخه د کاروان  خو تـُـرکِستان ته شوه
وياله مکه چېریِ  سفر چېریِ  دی

لندن ـــــ    مېډاوېل  ــــ ۴ /  ۱۱  / ۱۱ ۲۰

د شاعر نور شعرونه ←