د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه

غزل

زه تا کړمه راورک د خپل ايمان واړه مدار
تعجب نه دی چې تا وکړ غرور په خپل سينګار

ته راغلې او بيا لاړې د يو څو حورو د پاره
زه لاړمه او راغلمه د حورو نه کينار

ورځه ورځه شيخي دې د جمات د کونجه ويسه
غني جمات دې ځان سره اخيستی دی په دار

دا ستا د جنت تږي به انشاالله وي چې تږي
زما سره به تل وي د جنت حورې قطار

لاهو ئې که صفه صفه يي ويسه په هوا کې
اې خدايه په قهار شه دغه ويسه په قهار

ملا دين دې ساتا ته په خپل دين؟ خو زما دين
کيدای نه شي چې در ئې کمه زه ستا په کيردار

سروره نو زه څه کومه هغه شرنګ د زخوم
چې پاس د اعراف سرکې زړوي. راته مينار
د شاعر نور شعرونه ←