د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه

غزل

نغاړلی مې په بنګ ځان مکمل دی ته راځه
ما کړی انتظام نن د بوتل دی ته راځه

جنت دوزخ به بيا سره راکاږو. ليونو
په سرو سپينو شرابو مو توکل دی ته راځه

ماښام دی سيګرټ ډک که د ګلډيف ډبی درواخله
دا غم خو هسې غم مونږ سره مل دی ته راځه

دا ژوند دوه نېمې ورځې راشه نوش که شرابونه
که نن نه وي ؟ سبا ته مو اجل دی ته راځه

چې سر دپښتون ورېبي او سترګه کړې پرې سره
خبر يې نن همدا سړی اتل دی ته راځه

د ځانه يم. باغي د ژوندون په پېچو خم کې
سکون ته مې خوښ کړی ستا څنګل دی ته راځه

ما حول د سرور جوړ وي په يارانو برکت
ما کړی د ملا. سره نن چل دی ته راځه
د شاعر نور شعرونه ←