د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه

غزل

د هرې ارواح رنګ دی بې ايمانه چې راځي
مونږ مړه به يو دې شاړو ته ودانه چې راځي

ترڅو به مې د هجر لمبه ويسې تر دوزخ
د حورو. آ سرداره. مسلمانه. چې راځي

را واچواه دا سرې اوبه کړم نوش په سرو لبانو
ساقي ګمان مې نشي ا ناځوانه چې راځي

دوير ماښام راخور دی د يوچا په وير کې ورک
په شونډو اصويلی مې د خفګانه چې راځي

سرور دی چې په هرې تمننا کې خزان پائې
سپرلی له سپرلي تير به وي جانانه چې راځي
د شاعر نور شعرونه ←