د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه

غزل

اکثر څيهرو ته څه لره نقشونه سړی بـاسي
د سترګو تخيل کې جهانونه سړی باسي

د برندو سترګو تول پورې تړلې يې دې زړونه
مجبور دي چې له عکس نه يې. عکسونه سړی باسي

ته راشه پـه خپل لاس يې ګور کفن که نو بيا ځه
لګيا دی د خپل بخته اوميدونه سړی باسـي

د هرې فتوي سرته يې غړۍ ايښې په دار ده
د ځان سره هم دغه ارمانونه سړی باسي

د هر زلفې حلقه دې کمربنده حوصله ده
د ګوتو په سرونو يې ولونه سړی باسـي

سرور غواړي تشبيح شـي چې سرور پرې اختتام شـي
دا ستا د مقدصې خولې لوظونه سړی باسي
د شاعر نور شعرونه ←