د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه

غزل

ملا يڼې د شيخۍ دعوې دې پريږده
نن راوايه د سبا بهانې دې پريږده

ته راډکه لپه نوش شراب په ما که
د جنت او د دوزخ کيسې دې پريږده

په خوشبو ئې ما خمار درسره واخله
په ټاټر د لونګين دانې دې پريږده

مونږه ټول عمر ګاللی په خزان کې
وا هوښيارې د وصال وعدې دې پريږده

تر درګا ئې دا بينا خو راممکين که
خير باقي سرور کتاب کې ړندې پريږده
د شاعر نور شعرونه ←