افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ارمان
غوږ شى ورته واوري دغه ده د پرديسو کيسه
شوه د خاورو لاندې پخوانۍ د معشوقو کيسه
خلک بدل ، کور بدل ، مينه هم بدله شوه
زخم ناسور شو ، شوه اوږده دا دغمو کيسه
چا به په خلوت کې خپل معبود سره خبرې کړي
نه هغه زاهد شته ، نه تقوي نه د سجدو کيسه
څوک مست په سرو مييو چا د زهرو کنډولي څښلي
دواړه دې بې خوده هيروي خپلو دردو کيسه
کله د جونګړې او مات کټ راته ارمان راشي
بس ده ! ( کوچۍ ) هيره کړه د خپلو ارمانو کيسه