د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ نفيسه کوچۍ شعرونه

غزل

چيرته رانه درومي راشه زما دسينې هار شه
لاس په لاس کې راکړه د ستي زړګي قرار شه
 
نن چې مو د بخت ستوري اسمان کې ځليدلي دي
زه به د تا شمه ، ته پتنګ ددې مزار شه
 
مه ځه ما دغم غولي ته بيا يواځې مه پريږده
سترګو ته دې وايه چې مړې په دې ديدار شه
 
زه که درنه لاړم بيا به ورکه ( کوچۍ ) ورکه شي
بيا مې جنازې پسې روان غمجن سو ګوار شه 

د شاعر نور شعرونه ←