د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ نفيسه کوچۍ شعرونه

اسير زړه

يو زړه دى غمجن شوى په ګوګل ايسار شوى
د تيښتې لاره يې نشته په مورچل کې ايسار شوى
 
دسرو شونډو خوناب نه يې پياله کړه خپله ډکه
رندانو سره مست شو په محفل کې ايسار شوى

د غم کاروان نه بيل شو اوس يې لاره نا معلومه
سينې قفس نه والوت خو ځنګل کې ايسار شوى

بې تاب شو په ټوپو شو د ( کوچۍ ) يوې مسکا ته
د زلفو کړۍ تاو شوې په اوربل کې ايسار شوى

د شاعر نور شعرونه ←