د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ زرغونه رحمتي شعرونه

غزل

راشه چې وکړم ستا د حسن ديدنونه نن بيا
زما په سترګو باندى کيږده قدمونه نن بيا

د پسرلي په شنه لمن کې زما د هيلو په بڼ
د خيال په ټال کې په نڅا کړه انځورونه نن بيا

که مې نصيب د ستا ليدل وي زه به ووينمه
دا ستا د ګل غوندې پرمخ ښايسته خالونه نن بيا

اوس چې راغلې ستا د حسن پسرلي په چمن
زما په شونډو غوړيدلي دي ګلونه نن بيا

په يو نظر ماته دمينې افسانه ووايه
زما په غاړه کې راواچوه لاسونه نن بيا

دا ستا د سترګو ليونۍ يم خو ويلي نشم
د زړه په ژبه درته وايم غزلونه نن بيا

زرغونه ستا په تمه چې ته يو ځل راشي 
په مينه لرې کړه د زړه زاړه غمونه نن بيا

د شاعر نور شعرونه ←