د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ زرغونه رحمتي شعرونه

ځنځيرونه

د ژوندون هره شيبه ده لکه اوښکه را روانه
راشه وګوره چې څنګه زه ژوندۍ يم بې له تانه

اوس چې زما د زړه له بڼه پسرلى په تيريدو دى
ګوره زما د زړه داغونه نن د مخ په زيړه پاڼه

د تيارو په ټغر ناسته د رڼا په تمه  تمه
د ځوانۍ موسم مې تير شو ، بې خبره له خپل ځانه

ليونۍ غوندى يوازې زه په شاړو کوڅو کرځم
ستا يادونه ژوندي کيږي په نظر له هرې خوانه

نه هيريږې زما له ياده د غمونو په تورتم کې
نه د چا په تمه ناسته چې ډيوه کاندې روښانه

څو د اوښکو ځنځيرونه زما پرمخ وهى څپيړې
نور به څه وايم چې څنګه داسې ښکارم پريشانه

که ژوندون را سره مل شي يوه ورځ به درته وايم
اې زما د زړه دښمنه ماته  مه وايه  جانانه 

د شاعر نور شعرونه ←