د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي الله داد روښان شعرونه

امن او جنګ

باز: زه يو سور شهباز يمه لوړ په پرازونو کې
 ته سپينه کوتره يې کښته په سيلونو کې

کوتره: ګرځمه په تړو کې پل په اسمان وينم ستا
 ځکه اوس پرواز کوم زه په دې دښتونو کې
 زه ياغي کوتره يم هېڅ څوک مې نيوى نه شي
 ځکه الوتل کوم لوړو غرو رغونو کې

باز: دا خوني پنجه به زه ستا په وينو سره کړمه
 بيا به الوتل نه کړې هېڅکله په غرونو کې

کوتره: زه د سولې لور يمه لوړ مې دى ارمان همېش
 څوک چې ځغلي ما پسې مري به ارمانونو کې

باز: امن امن څه کوم امن د بېوسو کار
 زه خو هغه باز يمه ځاى مې دى په غرونو کې

کوتره: ډېر په ځان مغرور يې ته، سر په سر سرونه شته
 چا چې سوله نه غوښته وسول په اورونو کې

باز: هر څو که نعرې کړې ته نعرې دې څوک نه اوري
 لاړه به له مانه شې ته په اسمانونو کې

کوتره: واوره اى روښانه ته، زور او ظلم پاى لري
 زه د امن چغې کړم ټولو ولسونو کې.

د شاعر نور شعرونه ←